Home افغانستان د جبل السراج د سمنټو دویمې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې
افغانستان

د جبل السراج د سمنټو دویمې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي او اداري مرستیالانو د جبل السراج د سمنټو د دویمې سترې تولیدي کارخونې د جوړولو د عملي چارو د پیل په مراسمو کې وویل، دغه پروژه به د هېواد د صنعتي ودې او ځان‌بسیاینې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د دې کارخونې د سمنټو د تولید ظرفیت به په ۲۴ ساعتونو کې ۵ زره ټنه وي. نوموړي زیاته کړه، په دغه فابریکه کې به د نړۍوالو معیارونو مطابق سمنټ تولیدېږي، چې د هېواد د سمنټو د اړتیاوو یوه لویه برخه به پوره کړي او پر بهرنیو تولیداتو به د افغانستان اتکا کمه کړي.

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري هم وویل، اوس مهال په افغانستان کې د سمنټو د تولیدي کارخونو شمېر ۹ ته رسېدلی، چې د ټولو له بشپړ فعالیت سره به د سمنټو ورځنی تولید ۳۰ زره ټنو ته ورسېږي. هغه زیاته کړه، افغانستان د سمنټو ترڅنګ د ګول‌سیخ او ګاډر په تولید کې هم د ځان‌بسیاینې پر لور روان دی.

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر  دغه پروژه د اقتصادي پرمختګ، صنعتي ودې او د هېواد د ځان‌بسیاینې لپاره مهمه وبلله او ویې ویل، افغانستان د طبیعي زېرمو، بشري سرچینو او مناسب جغرافیایي موقعیت له امله د صنعتي پرمختګ پراخ ظرفیت لري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version