په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) او د تغذیې کلستر په تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د هېواد د تغذیې وضعیت په چټکۍ سره خرابېږي او که عاجل اقدامات ونه شي، نو د ۲۰۲۶ کال په پاتې میاشتو کې به میلیونونه ماشومان له جدي خطر سره مخ شي.
دغه راپور ښيي، چې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان په افغانستان کې د حادې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي، چې دا شمېر د هېواد د بشري بحران د ژورتیا څرګندونه کوي.
د تغذیې کلستر په وینا، د خوارځواکۍ موسمي اوج به د جولای په میاشت کې پیل شي او تر درېیو یا څلورو میاشتو پورې به دوام وکړي. دا دوره هر کال د تغذیې وضعیت نور هم خرابوي، خو سږکال لا د موسمي اوج له پیل مخکې وضعیت له جدي خرابوالي سره مخ شوی دی.
د راپور له مخې، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۲۶ ولایتونو څخه د شدیدې خوارځواکۍ کچه د تېر کال په پرتله لوړه شوې ده. دا چاره د دې ښکارندويي کوي چې بحران لا ژور شوی او یوازې موسمي نه بلکې اوږدمهاله بڼه یې غوره کړې ده.
راپور د هېواد ۱۲ ولایتونه د خورا لوړ خطر په کچه کې یاد کړي دي. دا ولایتونه هلمند، دایکندي، زابل، بغلان، ارزګان، پکتیکا، نورستان، سرپل، غور، کندهار، فاریاب او لوګر دي. ځینې له دغو ولایتونو په ځانګړي ډول په جنوبي سیمو کې د حادې خوارځواکۍ په څلورم پړاو کې هم شامل ګڼل شوي دي.
د تغذیې متخصصین وایي، چې د وضعیت خرابېدو مهم لاملونه د مور او ماشوم د تغذیې ناسمې طریقې، د خوړو ناامني، د ماشومانو کمزوری غذایي رژیم، د ناروغیو زیاتوالی، د پاکو اوبو او حفظ الصحې کمښت او روغتیايي خدماتو ته محدود لاسرسی دی.
د راپور په یوه مهمه برخه کې ویل شوي، چې نږدې ۴۰ سلنه هغه ماشومان چې عمر یې له شپږو میاشتو کم دی، د شدیدې خوارځواکۍ له امله روغتونونو ته د بستر کېدو اړتیا لري. دا حالت د روغتیايي خدماتو پر سیستم د زیات فشار نښه بلل شوې ده.
همدارنګه، تر دوو کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي. د راپور له مخې، د شدیدې خوارځواکۍ ۸۳ سلنه او د منځنۍ کچې خوارځواکۍ ۷۷ سلنه پېښې په همدې عمر ګروپ کې ثبت شوې دي. شاوخوا ۱۹ سلنه د منځنۍ خوارځواکۍ پېښې د لوړ خطر لرونکي حالتونه لري.
په ورته وخت کې د ماشومانو د خوړو ناامني هم په زیاتېدو ده. د شته معلوماتو له مخې، دا کچه له ۴۰ سلنې څخه په ۲۰۲۵ کال کې د ۴۷ سلنې ته په ۲۰۲۶ کال کې لوړه شوې ده، چې دا د خوارځواکۍ له زیاتوالي سره مستقیم تړاو لري.
که څه هم وضعیت خراب شوی، خو د مړینې کچه لا هم د نړۍوالو بشري معیارونو په چوکاټ کې پاتې ده. د اوچا په وینا، دا وضعیت د روانو بشري مرستو پایله ده، خو خبرداری ورکول کېږي چې دا پرمختګ ډېر نازک دی او هره شېبه خرابېدلی شي.
د شته اټکلونو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له بېلابېلو ډولونو سره مخ شي، چې له دې ډلې ۹۴۲ زره د شدیدې خوارځواکۍ، ۷۰۷ زره او ۴۰۰ د لوړ خطر لرونکې منځنۍ خوارځواکۍ او نږدې ۲ میلیونه د خوارځواکۍ په لومړنیو پړاوونو کې شامل دي. همدارنګه شاوخوا ۱.۲ میلیونه امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې هم اغېزمنې شوې دي.
د ملګرو ملتونو اړوند ادارو له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان د تغذیې بحران د مخنیوي لپاره بیړني تمویلونه زیات کړي، څو د میلیونونو ماشومانو ژوند وژغورل شي او د راتلونکو میاشتو د لا خرابېدونکي وضعیت مخه ونیول شي.
