په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره د غځېدو په اړه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام دایمي استازي نصیر احمد فایق، هرکلی کړی او د افغانستان د خلکو د ملاتړ په برخه کې یې د ملګرو ملتونو پر حیاتي رول ټینګار کړی دی.
فایق ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د لا خرابېدو په اړه جدي اندېښنې موجودې دي، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو محدودېدل، خپلسرې نیونې او پر اساسي آزادیو د بندیزونو زیاتوالی د اندېښنې وړ موضوعات دي.
هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له هغه ټینګار څخه هرکلی کړی، چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د خونديتوب په اړه یې کړی دی. نوموړي همدارنګه د هغو پالیسیو د لغوه کېدو غوښتنه کړې، چې د افغانستان له نړۍوالو ژمنو، اسلامي ارزښتونو او افغاني دودونو سره په ټکر کې دي.
د فایق په وینا، په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات یوازې د یوه ټولشموله، مشروع، استازولیز او ځواب ویونکي سیاسي نظام له لارې ترلاسه کېدای شي. هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۷۲۱ پرېکړهلیک د پلي کېدو او د افغانانو په مشرۍ د یوه بااعتباره او ټولشموله سیاسي بهیر د پرمختګ ملاتړ هم کړی دی.
نوموړي د بشري مرستو د دوام، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د سیمهییزو همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان په اړه خپل متحد او اصولي دریځ وساتي.
فایق زیاته کړې، چې د افغانستان خلک د کرامت، عدالت، حقونو او فرصتونو، او له هیلې ډک راتلونکي مستحق دي، نه د وېرې، محرومیت او ځپنې.
