افغانستان

افغانستان د روایتونو په جګړه کې؛ د تبلیغاتي شبکو پټ فعالیتونه بربنډ شوي

په داسې حال کې چې سیمه‌ییز سیاسي وضعیت ورځ تر بلې پېچلی کېږي، تازه معلومات ښيي، چې د افغانستان پر وړاندې د تبلیغاتي او رواني جګړې یو نوی او منظم پړاو پیل شوی دی. دا جګړه یوازې نظامي نه، بلکې ذهني، رسنیزه او ټولنیزه بڼه لري، چې موخه یې د عامه افکارو اغېزمنول، د روایتونو بدلول او د ملي اجماع کمزوري کول دي.

د معلوماتو له مخې، دا فعالیتونه د یو پراخ پلان برخه ده، چې د پاکستان له استخباراتي کړیو سره تړاو لري.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دا تبلیغاتي شبکه څو پوړیزه جوړښت لري، چې پکې اېف‌اېم راډیوګانې، ازاد ژورنالېستان

د ټولنیزو شبکو لوی اکاونټونه، د ټیک ټاک فعالان او مشهورې څېرې شاملې دي.

سرچینې وایي، دا ټول عناصر په منظم ډول د یو واحد پیغام د خپرولو لپاره همغږي کېږي، څو یو مشخص روایت عام کړي.

د معلوماتو پر بنسټ، د دې پروژې د مدیریت لپاره د پاکستان په استخباراتي جوړښت کې د متقاعدو جنرالانو یو ځانګړی ډیسک فعال شوی دی. دا ډیسک د پیغام جوړونې، هدف ټاکنې او د شبکو د مدیریت چارې پر مخ وړي.

شنونکي باور لري، چې د متقاعدو پوځي چارواکو کارول، د تجربې او شبکو د ګټې اخیستنې لپاره ترسره کېږي.

یو شمېر سرچینو رسنیو ته تائید کړې، چې دوی ته د مالي امتیازاتو په بدل کې د همکارۍ وړاندیزونه شوي دي. که څه هم د امنیتي دلایلو له امله جزیات نه دي شریک شوي، خو دا موضوع د شبکې د پراختیا لپاره د مالي ابزارو کارول ثابتوي.

راپورونه ښيي، چې ایکس، فېسبوک او ټیک ټاک د دې جګړې اصلي میدان دی. هغه اکاونټونه چې لوړ ویوز لري، د لومړیتوب په لېست کې شامل دي.

د یادو فعالیتونو مهمې بڼې د ځانګړو روایتونو تکراري خپرول،

د مخالفو غږونو کمزوري کول، د احساساتي او پاروونکو محتوا تولید، د خلکو تر منځ د بې‌باورۍ فضا رامنځته کول، شخصیتي فشار او رواني جګړه په دې لړۍ کې د شخصیتي بریدونو، تورونو او تهدیدونو کارول هم د ستراتیژۍ برخه ګڼل کېږي.

د یادو کړنو موخه دا ده،چې فعالان، ژورنالیستان او مدني غږونه تر فشار لاندې راشي او خپل دریځ بدل کړي یا چوپ پاتې شي.

که څه هم دا ډول فعالیتونه تر ډېره منفي ارزول کېږي، خو له تحلیلي اړخه ځینې احتمالي اغېزې داسې یادېږي:

د معلوماتي جګړې پر اهمیت د افغانانو پوهاوی زیاتوي، د رسنیو او ډیجیټلي سواد اړتیا روښانه کوي، د داخلي کمزوریو او تشو څرګندونه کوي او د ملي روایت جوړولو اړتیا ته پام را اړوي.

د دغه کړنې اصلي زیانونه؛ د ملي یووالي کمزوري کېدل؛

دا ډول تبلیغات کولی شي د خلکو تر منځ بې‌باوري زیاته کړي او ټولنیز یووالی زیانمن کړي. د عامه افکارو انحراف؛

کله چې ناسم یا هدفمند معلومات خپرېږي، خلک د واقعیت پر ځای پر مصنوعي روایتونو باور کوي. د رسنیو اعتبار ته زیان؛

د ژورنالیستانو او رسنیو کارول د باور فضا زیانمنوي او د ازادو رسنیو حیثیت کمزوری کوي. د سیاسي بې‌ثباتۍ خطر؛

د روایتونو جګړه کولی شي سیاسي فضا نوره هم پېچلې او بې‌ثباته کړي. د مدني فعالانو محدودو؛ شخصیتي فشارونه او تهدیدونه د ازادو غږونو د خاموشه کولو لامل ګرځي. مذهبي احساساتو سیاسي کول؛ د دیني مفاهیمو سیاسي استعمال د ټولنې پر فکري جوړښت ژور اغېز کوي.

دا راپورونه ښيي، چې معاصرې جګړې یوازې په میدان کې نه، بلکې په ذهنونو، رسنیو او ټولنیزو شبکو کې هم روانې دي. افغانستان، چې لا هم له سیاسي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی، د دې ډول تبلیغاتي فشارونو پر وړاندې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.

کارپوهان ټینګار کوي، چې د دې وضعیت د مدیریت لپاره د رسنیو پیاوړتیا، د معلوماتي سواد لوړول او د ملي روایت جوړول

ضروري ګامونه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *