نړۍ

د امریکا کانګرس: پاکستان لا هم د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي

د امریکا د کانګرس څېړنیز خدمتونو په تازه راپور کې ویل شوي، چې پاکستان لا هم د هغو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، کوم چې پر هند د بریدونو هڅه کوي.

د راپور له مخې، د لښکر طیبه په څېر ډلې په پاکستان کې خوندي پناه ځایونه لري او په منظم ډول روزل کېږي.

راپور زیاتوي، چې د نړۍوال فشار سره سره، پاکستان د دغو ډلو د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات نه دي کړي او د ۲۰۲۶ کال د ترهګرۍ نړۍوال شاخص هم دا هېواد له ترهګرۍ ډېر اغېزمن بللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *