افغانستان

بشري حقونو نړیوال سازمان: موږ له پاکستاني ځواکونو غوښتنه کوو چې ژر تر ژره پر ملکي سیمو بریدونه ودروي او نړیوال قوانین مراعات کړي

د بشري حقونو نړیوال سازمان وایي، چې پاکستاني ځواکونو د پکتیکا، خوست او کونړ کې پر ملکي مېشتو سیمو د درنو وسلو ډزې کړې دي. دغو بریدونو په مستقیم ډول د ملکي وګړو او د هغوی استوګنیز کورونه په نښه کړي، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۷ ملکي وګړي پکې ټپیان شوي دي.

 یاد سازمان وایي، چې په دغو بریدونو د درنو وسلو په کارولو سره ګڼ شمېر کورنۍ اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي، چې له امله یې په سیمه کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

نوموړي سازمان زیاته کړې، چې پر استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو بریدونو د خلکو لپاره ستر اقتصادي زیانونه اړولي او په سیمه کې یې پراخه ویره خپره کړې ده. 

 یاد سازمان زیاته کړې؛ د نړیوالو بشري حقونو او بشري قوانینو له مخې، د جګړې ښکېلې خواوې مکلفې دي چې د پوځي او ملکي هدفونو ترمنځ روښانه توپیر وکړي. پر استوګنیزو سیمو بې تفکیکه بریدونه چې د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي، ښکاره جرم بلل کېږي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان وایي:«موږ له پاکستاني ځواکونو غوښتنه کوو چې ژر تر ژره پر ملکي سیمو بریدونه ودروي او نړیوال قوانین مراعات کړي. موږ له ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري حقونو سازمانونو څخه غوښتنه کوو چې د دغو سرغړونو پلټنه وکړي او د مسؤلینو پر وړاندې لازم اقدامات ترسره کړي.»

بشري مرستندویه ادارې باید له هغو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وکړي چې د جګړې له امله بېځایه شوې دي او یا یې غړي ټپیان شوي دي.

د جګړو پر مهال د بېګناه خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو ژوند باید خوندي وساتل شي. د انساني کرامت ساتنه او د بشري حقونو اصولو ته درناوی په هر حالت کې اړین دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *