Home افغانستان کابلوف: د افغانستان په اړه د مسکو او واشنګټن ترمنځ هېڅ خبرې نه دي شوي
افغانستان سیاست

کابلوف: د افغانستان په اړه د مسکو او واشنګټن ترمنځ هېڅ خبرې نه دي شوي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ټاس خبري آژانس سره په تازه خبرو کې ویلي، چې د افغانستان په تړاو دا مهال د روسیې او امریکا ترمنځ هېڅ ډول تماس او مستقیمې خبرې نه‌ دي شوي.

کابلوف څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر اوسه د افغانستان په اړه هېڅ ډول اړیکه نه ده نیول شوې او په ۲۰۲۳ کال کې هم د امریکا او روسیې ترمنځ د افغانستان په تړاو کوم دوه‌اړخیز تماس یا چینل موجود نه و.

هغه همداراز یادونه وکړه، چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د مسکو فارمټ په چوکاټ کې مسکو ته سفر کړی و، خو هغه مهال نړیوال وضعیت له اوسني حالت سره توپیر درلود.

کابلوف دا هم ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال پسرلي کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش په مشرۍ، د دوحې غونډې پر مهال ده او د چین ځانګړي استازي ویلي وو چې نه شي کولای له امریکا سره په یوه ټیم کې شامل واوسي.

د هغه په وینا، دوی دا دلیل وړاندې کړی و، چې نه شي کولای له داسې هېواد سره په ګډ بحث کې برخه واخلي، چې د افغانانو شتمنۍ یې کنګل کړې او تر اوسه یې بېرته نه ده سپارلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version