Home افغانستان د پاکستان پوځ: په افغانستان کې د پاتې امریکايي وسلو په راګرځولو کې، امریکا سره همکارۍ ته چمتو دي.
افغانستان سیاست

د پاکستان پوځ: په افغانستان کې د پاتې امریکايي وسلو په راګرځولو کې، امریکا سره همکارۍ ته چمتو دي.

اسلام‌اباد په ۲۰۲۵ کال کې له متحده ایالاتو سره د خپلو اړیکو د بیا تنظیم لپاره نوې او بې‌سارې تګلاره غوره کړې ده. د امریکا د بهرنیو اجنټانو د ثبت قانون (FARA) لاندې ثبت شوي رسمي اسناد ښيي چې د پاکستان حکومت نه یوازې په واشنګټن کې خپلې لابي‌ګرۍ هڅې په پراخه کچه زیاتې کړې دي، بلکې په لیکلي ډول یې امریکايي چارواکو ته مشخص امنیتي، اقتصادي او سیاسي وړاندیزونه هم وړاندې کړي دي.

د دغو اسنادو له مخې، چې د واشنګټن مېشتو لابي‌ګرو له لارې امریکايي ادارو ته لېږل شوې، پاکستان ویلي؛ چې د دوه اړخیزو اړیکو د نوي کولو لپاره عملي ګامونو ته چمتو دی.

د اسنادو په امنیتي برخه کې پاکستان ټینګار کړی چې غواړي له امریکا سره د ترهګرۍ ضد همکاري “نوره هم پیاوړي” کړي. تر ټولو مهمه دا چې په متن کې په څرګند ډول راغلي، اسلام‌اباد چمتو دی:

د هغو امریکايي پوځي وسلو او تجهیزاتو په راګرځولو کې مرسته وکړي چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوي دي.

د کابل – اسلام اباد تر منځ د وروستیو کړکېچونو په دوام او د پاکستان دننه بې ثباتي ددې لامل شوې چې پاکستان یو ځل بیا خپل پوځ او خپله تګلاره بولۍ ته وړاندې کړي.

د لومړنیو انګېرنو خلاف، وروستي معلومات ښيي چې تر نومبر ۲۰۲۵ پورې د پاکستان حکومت یوازې په یوه لابي‌ګر شرکت تکیه نه ده کړې. د ۲۰۲۵ له پیل راهیسې، په ځانګړي ډول د ډونالډ ټرمپ تر بیا ټاکل کېدو وروسته او هم‌مهاله د سیمې د کړکېچونو (په ځانګړي ډول له هند او افغانستان سره) د زیاتېدو سره، اسلام‌اباد د ۷ څخه تر ۱۳ پورې لابي‌ګر شرکتونه په کار ګومارلي دي. د دې شبکې کلنی لګښت په میلیونونو ډالرو اټکل شوی دی.

په دې شبکه کې څو مهم شرکتونه شامل دي، چې له امریکايي ادارو، کانګرس او د ولسمشرۍ له کړیو سره د اړیکو، اقتصادي همکارۍ، د پانګونې د جلبولو (په ځانګړي ډول د کانونو او مهمو معدني موادو په برخه کې)، او د پاکستان د دریځ د پیاوړتیا لپاره فعالیت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version