شاوخوا ۲ زره کسان، چې پکې د امنیتي ځواکونو غړي شامل دي، په تېرو دوو اوونیو کې په ایران کې د حکومت ضد لاریونونو پر مهال وژل شوي دي.
دا خبره د ایران یوه چارواکي د سې شنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته کړې ده.
د یاد چارواکي، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، په وینا:
«ترهګر د دې وژنو تر شا لاس لري.»
دا لومړی ځل و چې د دغه هېواد چارواکو د لاریونوالو پر وړاندې د ځپنې له پیل وروسته د مرګ ژوبلې لوړه شمېره ومنله.
د ایران د اوسني رژیم ځینو مخالفو رسنیو بیا راپور ورکړی چې د وژل شویو شمېر تر ۱۲ زرو هم زیات دی، خو دا لومړی ځل دی چې ایراني چارواکي د شاوخوا ۲ زرو د وژل شویو شمېر تاییدوي.
دغه لاریونونه، چې د ډسمبر پر ۲۸مه پیل شوي وو، په پیل کې د لوړ شوې انفلاسیون پر ضد د خلکو د نارضایتۍ له امله رامنځته شول، خو وروسته یې لمن پراخه شوه او په تر ۱۰۰ زیاتو ښارونو کې لاریونوالو د اوسنۍ واکمنۍ د پای غوښتنه وکړه.
د ایران چارواکو د دې ګډوډیو د پارولو تورونه پر متحده ایالاتو او اسرائیلو پورې کړي دي. د جنورۍ پر ۸مه حکومت د انټرنټ او ټیلیفوني اړیکو پرېکولو سره هېواد تر ډېره له بهرني نړۍ څخه ګوښه کړ.
د اسوشیټېډ پرېس (AP) د راپور له مخې، دا بندیزونه د سې شنبې په ورځ یو څه نرم شول، خو د پیغام لېږلو خدمتونه لا هم بند وو او د انټرنټ کاروونکي یوازې د حکومت له خوا تأیید شوو کورنیو وېبپاڼو ته لاسرسی درلود.
