Home افغانستان منظور پښتین: وخت به راشي، حقایق به خپله دښمن ته ورپه یاد کړو
افغانستان سیاست

منظور پښتین: وخت به راشي، حقایق به خپله دښمن ته ورپه یاد کړو

د پاکستان پوځ پلان لري چې د خیبرپښتونخوا د خېبر په تیراه درې کې د وسله‌والو پر ضد پوځي عملیات وکړي. د سیمې خلکو ته امر شوی چې په ۱۵ ورځو کې خپل کورونه پرېږدي، او د جنورۍ له لسمې تر ۲۵مې پورې وخت ورکړل شوی دی.

منظور پښتین د دې عملیاتو په اړه ویلي، دغه ګام نه یوازې د پوځ لپاره د عملیاتو لارې پرانیزي، بلکې د ولسواکۍ لپاره به پر پوځ نړیوال فشارونه هم زیات کړي. هغه زیاته کړې چې نور سیاسي ګوندونه دا وضعیت یوازې د سیاسي فرصت په توګه کاروي، یعنې یوازې پر صوبایي حکومت نیوکه کوي، خو د مظلومو پښتنو لپاره عملي اقدام نه کوي او د پوځ د روانو ظلمونو پر وړاندې رښتینی مقاومتي دریځ هم نه نیسي.

پښتین په دې اړه ټینګار کړی: «اوس په دې سخته یخنۍ کې پنجابي جنرالانو پښتانه ماشومان، ښځې او مشران له خپلو کورونو ایستلي دي. د هغوی ویډیوګانې او انځورونه چې انسان ګوري، د خپل قوم او وطن پر بې‌وسۍ او ناوړه حالت یې اندېښنه زیاتوي».

هغه همداراز ویلي: «موږ په زړه کې یوازې یوه هیله لرو، خدای دې وکړي چې پښتون قوم دا هر څه هېر نه کړي. کله چې وخت رارسېږي، موږ به خپله دښمن ته دا ټول رښتیا ور په یاد کړو».

بې‌ځایه شوې کورنۍ د نوم‌لیکنې په مرکزونو کې د خراب مدیریت او د باړې ښار پر لور د سفر پر مهال د امنیتي پوستو له اوږدو ځنډونو شکایت کړی. دوی وایي، له تیراه څخه تر باړې بازار پورې تر سلو کیلومترو اوږد او ستړي سفرونه کوي، چې ښځې، ماشومان او زاړه تر ټولو زیات له ستونزو سره مخ کېږي.

همدارنگه بې‌ځایه شوو کورنیو خبرداری ورکړی چې که د خلکو ایستل په همدې ناوړه شرایطو کې دوام وکړي، نو دا به د سیمې لپاره یو ستر بشري ناورین وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version