Home Uncategorized ټرمپ خبرداری ورکړ: کیوبا د سقوط په درشل کې ده
Uncategorized سیاست نړۍ

ټرمپ خبرداری ورکړ: کیوبا د سقوط په درشل کې ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وینزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو تر نیول کېدو وروسته د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پترو ته ګواښ کړی او ویلي یې دي چې باور لري د کیوبا حکومت هم د سقوط په درشل کې دی.

ټرمپ ویلي، کیوبا له اقتصادي بحران سره مخ ده او نور د دوام توان نه لري. د هغه په وینا د کیوبا اقتصاد تر ډېره پر وینزوېلا او د دغه هېواد پر تېلو ولاړ و خو اوس دا عایدات هم پرې شوي دي.

ټرمپ ویلي: «کیوبا د سقوط په حال کې ده. نه پوهېږم څنګه به یې وساتي، که یې اصلاً وساتلای شي. دا هېواد اوس هېڅ عاید نه لري.»

ټرمپ همداراز د کولمبیا ولسمشر ته په اشاره ویلي چې که د سیمې هېوادونه د امریکا له سیاستونو سره همکاري ونه کړي، واشنګټن به نور اقدامات هم په پام کې ونیسي.

تر دې وړاندې، امریکايي ځواکونو په وینزوېلا کې پوځي عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو ونیول شو. دغه اقدام د سیمې او نړۍ په کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version