د بشري حقونو بنسټونو ویلي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په ایران کې د مظاهرو او نښتو په پایله کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او سلګونه نور نیول شوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا مظاهرې په تېرو درېیو کلونو کې تر ټولو پراخه ناآرامۍ بلل کېږي. اعتراضونه هغه مهال راوپارېدل چې پر ایران اقتصادي ستونزې زیاتې شوې او اسعار یې لوېدلي دي.
د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي ویلي، هېواد به د بهرنیو دښمنانو پر وړاندې غاړه نه کېږدي. له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران چارواکو ته خبرداری ورکړی و چې د سولهییزو لاریونوالو د وژلو مخه ونیسي، که نه نو واشنګټن به د هغوی د خونديتوب لپاره اقدام وکړي.
د بشري حقونو سازمان «ههنګاو» ویلي چې تر دې دمه لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي. د بشري حقونو د فعالانو شبکه هم ویلي چې په تېرو یوې اوونۍ کې ۱۶ کسان وژل شوي او ۵۸۲ نور نیول شوي دي.
راپورونه ښيي چې نښتې په لویدیځو، مرکزي او سویل سیمو کې شوې دي، په ځانګړې توګه په تهران کې له پولیسو سره د لاریونوالو نښتې ثبت شوي دي.
