اېنبيسي نیوز د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ خپلې د ملي امنیت ډلې ته ویلي، که د ایران پر وړاندې پوځي اقدام کېږي، باید چټک او پرېکنده وي او داسې جګړه رامنځته نهکړي چې اونۍ یا میاشتې دوام وکړي.
یوې باخبره سرچینې ویلي: «هغه چې کوم کار کول غواړي، پایله یې باید پرېکنده او څرګنده وي».
په ورته وخت کې دغو سرچینو زیاته کړې، چې د ټرمپ سلاکارانو نوموړي ته دا ډاډ نه دی ورکړی چې د امریکا له احتمالي پوځي برید وروسته به د ایران حکومت نسکور شي. سرچینو همداراز خبرداری ورکړی، چې داسې اندېښنې شته چې امریکا ښایي په سیمه کې د ایران د احتمالي غبرګون پر وړاندې ټولې لازمې پوځي وړتیاوې ونه لري.
د راپورونو له مخې، د امریکا او ایران اړیکې په ترینګلتیا کې دي او دواړو لورو یو بل ته سخت پیغامونه استولي. واشنګټن د احتمالي پوځي اقدام لپاره مختلف انتخابونه ارزوي، او تهران د ممکنه غبرګون خبرداری ورکړی. شنونکي وایي، د دواړو هېوادونو سیاسي او امنیتي اړیکې اوس تر بل هر وخت زیاتې ترینګلې دي.
