Home افغانستان سر بن والیس خبرداری ورکړی: کېدای شي ځینې طالبانو د کابل له سقوط څخه وروسته په بریتانیا کې پناه اخیستې وي.
افغانستان سیاست

سر بن والیس خبرداری ورکړی: کېدای شي ځینې طالبانو د کابل له سقوط څخه وروسته په بریتانیا کې پناه اخیستې وي.

د بریتانیا د دفاع پخواني وزیر، سر بن والیس خبرداری ورکړی چې کېدای شي ځینې طالبانو د کابل له سقوط څخه وروسته په بریتانیا کې پناه اخیستې وي. هغه ویلي چې احتمال شته له کابل څخه د بېړنۍ وتنې په جریان کې ځینې طالبان د امنیتي تفتیش له پروسې څخه تیر شوي وي.

سر بن والیس دا څرګندونې د بریتانیا د ولسي جرګې د دفاع کمیټې ته د شواهدو وړاندې کولو پر مهال وکړې، چې دا غونډه د افغانستان د معلوماتو د افشا کېدو د پېښېو د پلټنې لپاره جوړه شوې وه.

د راپور له مخې، د بریتانیا حکومت منلې چې د پناه غوښتونکو ډیټابیس یې افشا شوی و او له دې امله شاوخوا ۱۰۰ زره کسان د طالبانو د بریدګرو او انتقامي قوماندانانو له خطر سره مخ شوي و.

همدارنګه د بریتانیا دیلي میل ورځپاڼې په ۲۰۲۳ کال کې راپور ورکړی و، چې د بریتانیا حکومت وزیرانو په پټه د ګڼو افغانانو د ایستلو عملیات پیل کړي وو. دغه عملیات «روبیفیک» نومېدل او په جریان یې زرګونه کسان په پټ ډول بریتانیا ته انتقال شول.

د سر بن والیس په وینا، په دې لویه وتنه کې هر څه په بشپړه ډول سم نه وو، خو هڅه یې وکړه چې د پناه غوښتونکو د امنیت معیارونه په پام کې ونیسي. هغه زیاته کړه: «زه نه شم ویلی چې ځینې کسان د تفتیش له پروسې تیر شوي او که نه، خو موږ هڅه وکړه چې هر څه په ښه توګه ترسره کړو.»

خو د بریتانیا حکومت په رسمي توګه ویلي چې د طالبانو غړي د دې پروګرام له لارې نه دي انتقال شوي، او هر څوک چې بریتانیا ته راځي، باید سخت امنیتي او د تفتیش شرایط پوره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version