د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ له نښتو وروسته، پوله لا هم د سوداګرۍ پر مخ تړلې ده او د خلکو تګ راتګ محدود پاتې دی. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سهشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا له یوه پلاوي سره د لیدنې پر مهال ویلي چې پاکستان په دې اړه مجبور شوی، ځکه د افغان طالبانو له لوري د پولې هاخوا د ترهګرۍ مخنیوی نه دی شوی.
ښاغلي شریف ویلي، دا سوداګریز بندیز باید نه وای لګېدلی، خو زیاته یې کړه چې دا د افغانستان د واکمنو چارواکو پرېکړه ده چې ایا له پاکستان سره په سولهییزه فضا کې ژوند کول غواړي که نه. یاده پوله د تېر کال په فبروري کې هم د دواړو لورو د امنیتي ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته تړل شوې وه، خو اوسنی بندیز د وروستیو کلونو تر ټولو اوږد دی.
د ډان ورځپاڼې راپور وایي چې پاکستان ته اړتیا ده خپلې امنیتي اندېښنې د سرحدي سیمو له اقتصادي واقعیتونو سره متوازن کړي. که څه هم پر امنیت هېڅ ډول جوړجاړی کېدای نه شي، خو سرحدي سوداګري د خیبرپښتونخوا د اقتصاد مهمه برخه ده. د ځینو سیمهییزو څېړنیزو بنسټونو له مخې، د پولې له تړل کېدو وروسته ترهګریز بریدونه کم شوي دي، ځکه ۲۰۲۵ کال په پاکستان کې د تېرو لسو کلونو تر ټولو خونړی کال و.
راپور زیاتوي چې د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره د پولې تړل د دولت له لوري یو سم ګام و، خو اړتیا ده چې داسې تګلاره جوړه شي چې د سخت امنیتي څار تر څنګ د سوداګرۍ د تدریجي بیا پیل زمینه هم برابره کړي.
په دواړو هېوادونو کې سوداګریز فعالیتونه سخت اغېزمن شوي دي. لوی سوداګر، ورځني مزدوران او ټرانسپورټران، چې د پولې دواړو غاړو سوداګرۍ ته متکي دي، تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي. د خیبرپښتونخوا د سوداګرۍ د ټولنې استازو ویلي چې د پولې د تړل کېدو له امله میلیاردونه روپۍ زیان شوی، خرابېدونکي توکي ضایع شوي او ګڼ کانتینرونه د کراچۍ په بندرونو کې بند پاتې دي.
سربېره پر دې، راپور څرګندوي چې که له کابل سره دا وضعیت دوام وکړي او پوله تړلې پاتې شي، نو د مرکزي اسیا بازارونو ته د پاکستان لاسرسی به محدود شي. له همدې امله، حکومت ته پکار ده چې دا حالت په هر اړخیز ډول وارزوي.
راپور زیاتوي چې د اړیکو د ښه کېدو اصلي مسوولیت د افغان طالبانو پر غاړه دی. که هغوی پاکستان ته کلک امنیتي تضمین ورکړي او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو وسلوالو ډلو فعالیتونه محدود کړي، نو د اړیکو عادي کېدل ممکن دي. که نه، د پولې دواړو غاړو خلک به د ستونزو سره مخ وي.
