Home افغانستان په هرات کې د ښځینه متشبثو اختریز بازار پرانیستل شو
افغانستان سوداګري

په هرات کې د ښځینه متشبثو اختریز بازار پرانیستل شو

mockups-design.com

په هرات کې د ښځینه متشبثو له لوري د «اختریز بازار» په نوم لس ورځنی نندارتون پرانیستل شو، چې پکې شاوخوا ۲۰۰ شرکتونو خپل بېلابېل تولیدات د نندارې او پلور لپاره وړاندې کړي دي.

په دې نندارتون کې د ښځو له خوا جوړ شوي توکي لکه جامې، وچه مېوه، خواږه او لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي، چې د کورنیو تولیداتو د ودې او د ښځینه سوداګرو د ملاتړ په موخه وړاندې کېږي.

ګډونوالې ښځینه متشبثې وایي، دا ډول بازارونه د دوی د کاروبارونو د پراختیا لپاره اغېزمن فرصتونه برابروي او ورسره نورو ښځو ته هم د کار او عاید زمینه مساعدوي.

د نندارتون یو شمېر ګډونوالې هغه ښځې دي چې له ایران څخه افغانستان ته راستنې شوې دي. دوی وایي، چې له راستنېدو وروسته یې خپل تولیدي فعالیتونه بېرته پیل کړي او هڅه کوي چې د خپلو لاسي او کورنیو تولیداتو له لارې د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

د یادونې وړ ده چې دا ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا او د کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو د ودې لپاره مهم بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version