Home افغانستان سترې محکمې د لوی اختر نېټه اعلان کړه؛ راتلونکې اوونۍ چهارشنبه د اختر لومړۍ ورځ ده
افغانستان

سترې محکمې د لوی اختر نېټه اعلان کړه؛ راتلونکې اوونۍ چهارشنبه د اختر لومړۍ ورځ ده

په افغانستان کې د طالبانو حکومت سترې محکمې د هلال د رؤیت مرکزي کمېټې اعلان کړی، چې پرون د هېواد په هېڅ ولایت کې د ذوالحجې سپوږمۍ نه ده لیدل شوې.

د سترې محکمې د اعلامیې له مخې، نن یکشنبه د ذوالقعدې دېرشمې نېټې سره سمون خوري او دوشنبه د ذوالحجې لومړۍ ورځ ده، چې د غويي له ۲۸مې نېټې سره برابره ده.

د همدې اعلان پر بنسټ، د راتلونکې اوونۍ سه‌شنبه د عرفې ورځ او چهارشنبه د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

سترې محکمې له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د اختر ورځې په مذهبي مراسمو او د قربانۍ په ادا کولو سره ولمانځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version