د رسنیو د راپورونو له مخې، د اسراییلو دولتي دفاعي شرکت «تومر» په اړوند تأسیساتو کې تېره شپه یوه لویه چاودنه شوې ده.
راپورونه وایي، دغه چاودنه په هماغه ځای کې رامنځته شوې چې په ۲۰۲۱ کال کې پکې د یوې ازموینې پر مهال د مرخیړي په څېر ستر لوګی لیدل شوی و.
«تومر» د اسراییلو دولتي دفاعي شرکت دی چې د «آرو ۲» او «آرو ۳» دفاعي توغندیو د انجنونو په جوړولو او پراختیا بوخت دی.
د راپورونو له مخې، چاودنه تېره شپه یعنې شنبه هغه وخت شوې، چې په اسراییلو کې عموماً دولتي او صنعتي فعالیتونه محدود وي، مګر یوازې په بیړنیو یا مهمو پوځي حالاتو کې کار دوام کوي.
د «تومر» شرکت ویلي، چې دغه چاودنه د مخکې پلان شوې ازموینې برخه وه او هر څه د ټاکل شوي پلان له مخې ترسره شوي دي.
ویل شوي، چې د ازموینې په اړه د سیمې اوسېدونکو ته مخکې له مخکې خبر نه و ورکړل شوی.
ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې خبریالانو ته په لومړي سر کې ویل شوي وو، چې د پېښې په اړه راپورونه خپاره نه کړي، وروسته ورته اجازه ورکړل شوه، چې بې له غږیزو موادو راپور خپور کړي او په پای کې یې یوازې د دفاعي شرکت نوم یادولی شو.
د راپورونو له مخې، د پېښې ځای د «سدوت میخا» هوايي اډې ته نږدې دی، چې د اسراییلو د توغندیزو فعالیتونو له مهمو او پټو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.
په ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سوشل ټروت کې لیکلي دي، د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې د «تومر» شرکت په فابریکه کې زوروره چاودنه شوې ده.
د راپورونو له مخې، «تومر» هغه اسراییلی دفاعي شرکت دی چې د درنو او سپکو توغندیو د انجنونو په جوړولو او پراختیا بوخت دی.
دغه شرکت د «آرو ۲» او «آرو ۳» دفاعي توغندیو، د «سیلور اَنکور» هدفتوغندي، د «هورایزن» صنعتي سپوږمکیو او همدارنګه د «باراک ۸» او «باراک MX» توغندیو لپاره د پیشران انجنونه تولیدوي.
