د بغلان ولایت سیمهییز چارواکي وایي، د مرکزي بغلان ولسوالۍ د نوي پرانیستل شوي صنعتي پارک د چمقلعې په سیمه کې د دوه میلیون ډالرو په ارزښت د وریجو د پروسس د یوې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د بغلان ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، دغه پروژه د صنعت، پانګونې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم پرمختګ بلل کېږي او تمه ده، چې د ولایت پر اقتصادي وضعیت به مثبت اغېز ولري.
ویل کېږي، چې په دې کارخونه کې به د کورنیو وریجو د پروسس او تولیداتو د زیاتوالي ترڅنګ سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
شنونکي وايي، افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې د صنعتي تاسیساتو د پراختیا په برخه کې لاهم اړتیا لري او د داسې پروژو پلي کېدل کولی شي د وارداتو کچه راکمه او د کورني تولید بازار پیاوړی کړي.
