نن دوشنبه، د افغانستان په پلازمېنه کابل او یو شمېر سړو ولایتونو کې نوی تعلیمي کال د پنځم پرلهپسې کال لپاره په داسې حال کې پیل شو، چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ترې بېبرخې دي. دغه وضعیت نه یوازې د میلیونونو نجونو پر ژوند اغېز کړی، بلکې د ټولنې پر راتلونکي هم ژور سیوری غوړولی دی.
یو شمېر نجونې چې له زدهکړو محرومې شوې وايي، چې د دې وضعیت دوام د دوی پر رواني حالت او راتلونکي ژور اغېز کړی دی.
دوی د طالبانو له حکومت څخه غواړي، چې د نجونو پر زدهکړو بندیز پای ته ورسوي او هغوی ته د بېرته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي.
په ورته مهال نړۍوالې ټولنې بیا بیا د نجونو د زدهکړو د حق د تامین غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو او د بشري حقونو فعالانو ټینګار کړی، چې زدهکړه یو اساسي حق دی او باید ټولو ته پرته له تبعیضه برابر شي.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې دا محدودیت «د منلو وړ نه» بللی او د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
همداراز، د هېواد اکثریت وګړو له طالبانو غوښتي، چې د ملي او اسلامي معیارونو په چوکاټ کې د نجونو پر زدهکړو بندیز پای ته ورسوي، او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول سیاستونه به د افغانستان پر نړۍوال تعامل منفي اغېز وکړي.
د طالبانو حکومت بیا ټینګار کوي، چې د نجونو د زدهکړو موضوع د «اسلامي اصولو او ملي ارزښتونو» له مخې تر ارزونې لاندې ده. د دوی په وینا، هڅې روانې دي، څو داسې میکانیزم برابر شي، چې د دوی له تعبیر سره سم د نجونو زدهکړه ممکنه کړي.
خو تر اوسه پورې کوم عملي بدلون نه دی راغلی او د ښوونځیو دروازې لا هم د پرلپسې پینځم کال لپاره د نجونو پر مخ تړلې دي.
کارپوهان د پنځم پرلهپسې کال لپاره د نجونو له شتون پرته د نوي تعلیمي کال پیل، د افغانستان لپاره یوه جدي ټولنیزه او بشري ننګونه بولي او د طالبانو حکومت څخه یې د خلاصون غوښتنه کوي.
که څه هم افغان نجونې، ټولنه او نړۍوال د طالبانو د یاد اقدام د بدلون غوښتنه کوي، خو طالبانو په یاده موضوع کې تر دویم امر پورې پوښتنه کړل هم منع کړي دي.
شنونکي وایي، که دا حالت دوام وکړي، نو نه یوازې به د میلیونونو نجونو راتلونکی له خطر سره مخ شي، بلکې افغانستان به د بشري پانګې له سترې ضایع سره هم مخامخ شي—هغه څه چې د هېواد پر اوږدمهاله پرمختګ به ژور منفي اغېز ولري.
