Home سیاست ملګري ملتونه: پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی
سیاست

ملګري ملتونه: پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی

د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې په خپل تازه راپور کې پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او دغه هېواد یې د افغان کډوالو پر وړاندې د سخت چلند له امله تر نیوکو لاندې راوستی دی.

راپور کې ویل شوي، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال د «ناقانونه بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو پلان» له مخې سلګونه زره افغان کډوال په جبري ډول ایستلي دي. کمېټې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د ځورونې، خپلسرو نیونو او ګواښونو راپورونه هم یاد کړي دي.

همداراز راپور د خبریالانو، مدني فعالانو او سیاسي مخالفانو پر وړاندې د شکنجې، جبري نیونو او لادرکه کولو پېښو په اړه اندېښنه ښودلې او له پاکستانه یې غوښتي چې د بشري حقونو سرغړونې ودروي او مسؤل کسان محاکمه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version