Home افغانستان جرمني: په پاکستان کې مېشت افغانان د جرمني ویزې لپاره انلاین غوښتنلیکونه ثبتولی شي
افغانستان

جرمني: په پاکستان کې مېشت افغانان د جرمني ویزې لپاره انلاین غوښتنلیکونه ثبتولی شي

په پاکستان کې د جرمني سفیرې اینا لِپل د جمعې په ورځ (د مې ۱) په خپل ایکس‌پاڼه لیکلي، د افغانانو لپاره د جرمني د ویزې د انلاین غوښتنې بهیر به د ۲۰۲۶ کال د جون له لومړۍ نېټې پیل شي.

هغې په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، له دې وروسته به په پاکستان کې مېشت افغانان وکولی شي د تحصیلي او کاري ویزو غوښتنلیکونه په انلاین ډول ثبت کړي.

د نوموړې په وینا، غوښتونکي دې د خپلو اسنادو او غوښتنلیکونو د چمتو کولو لپاره چمتووالی ونیسي او نور معلومات د جرمني د قونسلګرۍ له خدماتو ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version