د ملګرو ملتونو فرهنګي، ښوونیز او علمي سازمان یا یونسکو ویلي، د مې درېیمه د مطبوعاتو نړۍ واله ورځ د حکومتونو لپاره یادونه ده، چې د مطبوعاتو د ازادۍ ژمنو ته درناوی وکړي او د رسنیو د ازادۍ د وضعیت د ارزونې او د ژورنالیستانو د مسلکي اخلاقو د انعکاس ورځ هم ګڼل کېږي.
یونسکو زیاتوي، دا ورځ د هغو رسنیو ملاتړ هم دی، چې د فشارونو او د مطبوعاتو د ازادۍ د محدودولو له ګواښونو سره مخ دي او همدارنګه د هغو خبریالانو د یاد ورځ ده چې د راپورونو د برابرولو پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۶ کال د مطبوعاتو نړۍ والې ورځې شعار د یونسکو د وروستي راپور «د بیان ازادي او د رسنیو د پرمختګ نړۍ والې بدلېدونکې لارې» له مهمو نړۍ والو تمایلاتو څخه الهام اخلي.
یونسکو ټینګار کړی، چې د مطبوعاتو نړۍ واله ورځ هر کال د مطبوعاتي ازادۍ د بنسټیزو اصولو د پیاوړتیا، د رسنیو د خپلواکۍ د دفاع او د وژل شویو خبریالانو د درناوي لپاره نمانځل کېږي.
دغه ورځ په ۱۹۹۳ کال کې د ملګرو ملتونو له خوا رسمي اعلان شوه، چې بنسټ یې په ۱۹۹۱ کال کې د یونسکو د عمومي کنفرانس د سپارښتنې او د افریقايي خبریالانو د ونهوک اعلامیې پر غوښتنه ایښودل شوی و.
