Home افغانستان طالبانو؛ د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پنځمې برخې د بیا فعالېدو خبر ورکړی دی
افغانستان سوداګري

طالبانو؛ د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پنځمې برخې د بیا فعالېدو خبر ورکړی دی

د طالبانو حکومت چارواکو په بلخ ولایت کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د پنځمې برخې د بیا فعالېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په شتون کې د یادې برخې پرانیسته ترسره شوه.

د نوموړي په وینا، د اوسپنې پټلۍ دغه برخه ۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري، ۳۰ کیلومتره فرعي کرښې، پنځه سټېشنونه او د ۵۰ واګونونو د تخلیې ظرفیت لري.

د فطرت په وینا، ښاغلي برادر د ټولګټو وزارت هڅې ستایلې او د ازبیکستان له همکاریو یې هم مننه کړې. هغه ویلي، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پخوا په پرتله پراخې شوې دي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا لپاره د بلخ ولایت د والي په مشرۍ ګډه کمېټه ټاکل شوې ده

چارواکي وایي، د دې پروژې په فعالېدو سره به د سوداګریزو توکو د انتقال بهیر چټک او اسانه شي، چې له امله به یې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کلونو کې هڅه کوي، څو د رېل پټلۍ شبکې پراخې او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.

اقتصادي شنونکي د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د پنځمې برخې بیا فعالېدل د هېواد د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره یو مثبت پرمختګ بولي. د هغوی په وینا، دا ډول پروژې د وارداتو او صادراتو لګښتونه راکموي او د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابروي.

خو هغوی دا هم یادوي، چې د رېل پټلۍ د بشپړې ګټې اخیستنې لپاره د ګمرکي اسانتیاوو، پانګونې او صنعتي ودې هم‌مهاله پرمختګ اړین دی، که نه نو اغېز به یې محدود پاتې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version