Home افغانستان هند: پاکستان د ملکي وګړو په اړه نړۍوالې ژمنې په پام کې نه نیسي
افغانستان نړۍ

هند: پاکستان د ملکي وګړو په اړه نړۍوالې ژمنې په پام کې نه نیسي

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند دایمي استازي هریش پارواتانیني پاکستان د ملکیانو پر وړاندې په تاوتریخوالي او د “نسل وژنې اوږده سابقه” درلودو تورن کړ.

نوموړي په «وسله‌والو شخړو کې د ملکیانو  ساتنه» تر عنوان لاندې د امنیت شورا په کلنۍ غونډه کې ویلي، چې پاکستان د افغانستان پر خاوره بریدونه کړي، چې له امله یې شاوخوا ۷۵۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پارواتانیني ادعا کړې، چې د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت (یوناما) په خپلو راپورونو کې ثبت کړې، چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې له ۹۵ پېښو څخه ۹۴ یې د پاکستاني ځواکونو له لوري رامنځته شوي دي.

هغه همدارنګه ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د نښتو له امله سلګونه ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د هند استازي په ځانګړي ډول په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د وروستي برید یادونه کړې او ویلي دي، چې پاکستان پر دې مرکز هوايي برید کړی، چې له امله ۲۶۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستان تر اوسه د دغو څرګندونو او تورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

پارواتانیني په خپلو خبرو کې پاکستان تورن کړی، چې د نړۍوالو بشري اصولو او د ملکیانو د خوندیتوب غوښتنې له پامه غورځوي او زیاته کړې یې ده، چې “دا منافقت دی چې یو هېواد د نړۍوال قانون خبرې کوي، خو په شپه کې بې‌ګناه خلک هدف ګرځوي.”

دا په داسې حال کې ده، چې د هند او پاكستان ترمنځ یو وار بیا اړیکې ترینګلې شوې دي او پر یو او بل تورونه لګوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version