د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې غواړي د تایوان له مشر لاي چینګ-ټې سره د احتمالي وسلو د پلور په اړه خبرې وکړي.
له ۱۹۷۹ کال راهیسې د امریکا او تایوان د مشرانو ترمنځ مستقیمې خبرې نه دي شوې، ځکه واشنګټن هغه وخت له تایوان سره رسمي اړیکې پرې کړې او د چین حکومت یې په رسمیت وپېژاند.
چین تایوان خپله خاوره بولي او تل یې ټینګار کړی، چې د اړتیا په صورت کې د زور کارولو احتمال هم له پامه نه غورځوي، په داسې حال کې چې د تایوان اوسنی ولسمشر لاي له ۲۰۲۴ کال راهیسې د ټاپو د دفاعي توان د پیاوړتیا لپاره هڅې زیاتې کړې دي.
امریکا له اوږدې مودې راهیسې تایوان ته د دفاعي وسایلو د برابرولو قانوني ژمنتیا لري، خو هممهاله هڅه کوي له چین سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې هم وساتي.
ټرمپ ویلي، چې تر اوسه یې د شاوخوا ۱۴ میلیارده ډالرو د وسلو د پلور د پلان په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو زیاته کړې یې ده چې له اړوندو لورو سره به خبرې وکړي.
په همدې حال کې راپورونه ښيي، چې د چین له لوري د امریکا د دفاع وزارت د یوه لوړپوړي چارواکي د سفر د ځنډولو هڅې هم روانې دي، څو د وسلو د معاملې په اړه د واشنګټن پرېکړه روښانه شي.
د ټرمپ وروستۍ څرګندونې او د تایوان له مشر سره د احتمالي خبرو اعلان د امریکا، چین او تایوان ترمنځ د حساسو ډیپلوماټیکو اړیکو په برخه کې یو نوی کړکېچ او بحثونه راپورته کړي دي.
کارپوهان وایي، چې دا ډول پرمختګونه کولی شي د امریکا او چین ترمنځ سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوې نورې هم زیاتې کړي، په ځانګړي ډول د تایوان په اړه چې د دواړو قدرتونو ترمنځ یو له تر ټولو حساسو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.
