د طالبانو حکومت چارواکو په بلخ ولایت کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د پنځمې برخې د بیا فعالېدو خبر ورکړی دی.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په شتون کې د یادې برخې پرانیسته ترسره شوه.
د نوموړي په وینا، د اوسپنې پټلۍ دغه برخه ۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري، ۳۰ کیلومتره فرعي کرښې، پنځه سټېشنونه او د ۵۰ واګونونو د تخلیې ظرفیت لري.
د فطرت په وینا، ښاغلي برادر د ټولګټو وزارت هڅې ستایلې او د ازبیکستان له همکاریو یې هم مننه کړې. هغه ویلي، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پخوا په پرتله پراخې شوې دي.
نوموړي همداراز زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا لپاره د بلخ ولایت د والي په مشرۍ ګډه کمېټه ټاکل شوې ده
چارواکي وایي، د دې پروژې په فعالېدو سره به د سوداګریزو توکو د انتقال بهیر چټک او اسانه شي، چې له امله به یې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې شي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کلونو کې هڅه کوي، څو د رېل پټلۍ شبکې پراخې او له سیمهییزو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.
اقتصادي شنونکي د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د پنځمې برخې بیا فعالېدل د هېواد د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره یو مثبت پرمختګ بولي. د هغوی په وینا، دا ډول پروژې د وارداتو او صادراتو لګښتونه راکموي او د سیمهییزو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابروي.
خو هغوی دا هم یادوي، چې د رېل پټلۍ د بشپړې ګټې اخیستنې لپاره د ګمرکي اسانتیاوو، پانګونې او صنعتي ودې هممهاله پرمختګ اړین دی، که نه نو اغېز به یې محدود پاتې شي.
