افغانستان

غازي امان‌الله خان: بې سواده ملت هيڅکله هم ازاد نه شي پاتي کېدای

نن د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ بېرته تر لاسه کولو د ۱۰۷مي کليزي سره برابره ده.

د افغانستان د خپلواکۍ سرلاري شاه غازي امان‌الله خان د خپلواکۍ په اړه ویلي و، “هیچا موږ ته خپلواکي ډالۍ کړې نه ده؛ دا مو د خپل وینې او تورو په زور ترلاسه کړې ده.”

د خپلواکۍ د ترلاسه کولو پرمهال شاه ویلي و، زه خپل هېواد په بشپړه توګه ازاد او مستقل اعلانوم، هېڅ بهرني ځواک ته به اجازه ورنکړو چي زموږ په چارو کي لاسوهنه وکړي.

د شاه غازي امان الله خان یوازینی ارمان د افغان ملت عزت، سوکالي او خپلواکي وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *