د کرکټ مشهورې رسنۍ کریکبز راپور ورکړی، چې د افغانستان او هند ترمنځ د شل اوریزو لوبو راتلونکې درې سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام په کچه د پرمختللو ټکنالوژیو او مسلکي تولیدي معیارونو له مخې خپرې شي.
د کریکبز د راپور له مخې، دغه درې سیالۍ به د سپټمبر په ۱۳مه، ۱۵مه او ۱۷مه په نوي ډیلي کې ترسره شي او افغانستان به یې کوربهتوب کوي.
په دې لړۍ کې به د مصنوعي ځیرکتیا، پرمختللو کمرونو، درېبعدي انځوریزې ټکنالوژۍ او فوقالعاده ورو کمرونو په ګډون نوې ټکنالوژۍ وکارول شي.
د راپور له مخې، لیدونکو ته به د لوبې مهمې شېبې له بېلابېلو زاویو، درېبعدي تکرارونو او په یوه ثانیه کې له ۶۰۰ څخه د ډېرو انځورونو د ثبت وړتیا لرونکو کمرونو له لارې وړاندې کېږي.
د سیالیو د خپرونو د تولید مشري به جیمي اوکفورډ کوي، چې د فوټبال د نړۍوال جامونو او د اروپا د اتلانو لیګ د پایلوبو د تولید او لارښوونې تجربه لري.
کریکبز وايي، د دې لړۍ د تولید موخه دا ده، چې د کرکټ د دوهاړخیزو سیالیو لپاره د ټلوېزیوني خپرونو نوې او لوړه کچه رامنځته شي او لیدونکو ته داسې تجربه ورکړل شي، لکه په لوبغالي کې چې له تر ټولو غوره ځایه لوبه ګوري.
