افغانستان

عبدالاحد مومند د پراخو درناوي مراسمو په ترڅ کې په کابل کې خاورو ته وسپارل شو

د افغانستان د لومړني ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه نن په کابل کې د پراخو او درناوي مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه او د مرنجان غونډۍ په سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي جنازه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته د سهار په شاوخوا اته نیمو بجو راورسېده، چې د امنیتي او تشریفاتي قطعو له لوري رسمي نظامي مراسم ترسره شول.

وروسته جنازه د عیدګاه مسجد ته یووړل شوه، چیرې چې د جنازې لمونځ ادا شو او د هېواد د یو شمېر لوړپوړو چارواکو او دیني عالمانو له لوري د عبدالاحد مومند د ژوند، شخصیت او ملي خدمتونو په اړه خبرې وشوې.

په دغو مراسمو کې د طالبانو د حکومت ګڼ شمېر لوړپوړي چارواکي هم ګډون درلود او د نوموړي خدمات یې وستایل.

د جنازې له لمانځه وروسته د عبدالاحد مومند مړی د مرنجان غونډۍ ته یووړل شو او هلته خاورو ته وسپارل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *