Home افغانستان ذبیح مجاهد: د پاکستان د بریدونو پر وړاندې مو پراخ ځوابي عملیات کړي
افغانستان

ذبیح مجاهد: د پاکستان د بریدونو پر وړاندې مو پراخ ځوابي عملیات کړي

د طالبانو حکومت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې د افغانستان د خاورې د نقض او د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې له امله اړ شول، څو پر پاکستان پراخ ځوابي بریدونه ترسره کړي.

نوموړي د رڼا تلویزیون سره په خبرو کې وویل، چې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه د سرحدي کرښې پر سر له څلورو ساعتونو نښتو وروسته درول شوې وه، خو د هغه په وینا، پاکستان وروسته خپلې الوتکې پورته کړې او د افغانستان پر لویو ښارونو، په ځانګړي ډول کابل، کندهار او پکتیا یې بمبار وکړ. د نوموړي په وینا، د دغو بریدونو له امله، د طالبانو حکومت یو ځل بیا پر پاکستان د بریدونو ترسره کولو ته اړ شو او د پاکستان لوی او مهم ښارونه یې نن هدف وګرځول.
ښاغلي مجاهد وویل، چې طالب ځواکونه دا توان لري، چې د پاکستان هره سیمه په اسانۍ په نښه کړي، خو ټینګار یې وکړ، چې دوی بریدګر نه دي او له پوځي امکاناتو یوازې د دفاع په موخه استفاده کوي. هغه ولس ته ډاډ ورکړ، چې د اړتیا په صورت کې کولی شي ورته نور په سلګونه بریدونه هم ترسره کړي.
د طالبانو حکومت ویاند زیاته کړه، چې د افغانستان د حریم نقض لا هم روان دی او نن هم پر ځینو سیمو بریدونه شوي، چې ډېری قربانیان یې ملکي وګړي دي. هغه وویل، که د پاکستان بریدونه دوام ومومي، نو دوی به اړ وي، چې ځواب ورکړي.
نوموړي همدارنګه ادعا وکړه، چې تېره شپه ۵۵ دښمن عسکر وژل شوي، چې د ۲۳ کسانو جسدونه د افغان لوري سره دي، سربېره پر دې یو شمېر اسیران نیول شوي او ګڼې وسلې هم ترلاسه شوې دي. د هغه په وینا، تېره شپه د پاکستاني الوتکو پر وړاندې هم پراخ مزاحمت رامنځته شوی و، چې له امله یې یادو الوتکو خپل هدفونه نه دي ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version