د طالبانو حکومت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، چې د افغانستان د خاورې د نقض او د ملکي وګړو د مرګژوبلې له امله اړ شول، څو پر پاکستان پراخ ځوابي بریدونه ترسره کړي.
نوموړي د رڼا تلویزیون سره په خبرو کې وویل، چې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه د سرحدي کرښې پر سر له څلورو ساعتونو نښتو وروسته درول شوې وه، خو د هغه په وینا، پاکستان وروسته خپلې الوتکې پورته کړې او د افغانستان پر لویو ښارونو، په ځانګړي ډول کابل، کندهار او پکتیا یې بمبار وکړ. د نوموړي په وینا، د دغو بریدونو له امله، د طالبانو حکومت یو ځل بیا پر پاکستان د بریدونو ترسره کولو ته اړ شو او د پاکستان لوی او مهم ښارونه یې نن هدف وګرځول.
ښاغلي مجاهد وویل، چې طالب ځواکونه دا توان لري، چې د پاکستان هره سیمه په اسانۍ په نښه کړي، خو ټینګار یې وکړ، چې دوی بریدګر نه دي او له پوځي امکاناتو یوازې د دفاع په موخه استفاده کوي. هغه ولس ته ډاډ ورکړ، چې د اړتیا په صورت کې کولی شي ورته نور په سلګونه بریدونه هم ترسره کړي.
د طالبانو حکومت ویاند زیاته کړه، چې د افغانستان د حریم نقض لا هم روان دی او نن هم پر ځینو سیمو بریدونه شوي، چې ډېری قربانیان یې ملکي وګړي دي. هغه وویل، که د پاکستان بریدونه دوام ومومي، نو دوی به اړ وي، چې ځواب ورکړي.
نوموړي همدارنګه ادعا وکړه، چې تېره شپه ۵۵ دښمن عسکر وژل شوي، چې د ۲۳ کسانو جسدونه د افغان لوري سره دي، سربېره پر دې یو شمېر اسیران نیول شوي او ګڼې وسلې هم ترلاسه شوې دي. د هغه په وینا، تېره شپه د پاکستاني الوتکو پر وړاندې هم پراخ مزاحمت رامنځته شوی و، چې له امله یې یادو الوتکو خپل هدفونه نه دي ترلاسه کړي.
