د ننګرهار ولایت د غنيخېلو ولسوالي په ۲۹مه ناحیه، درېیم بلاک کې د پاکستاني پوځي رژیم د هوايي برید له امله یو ۱۳ کلن ماشوم شهید او د هغه د کورنۍ درې غړي ټپیان شوي دي.
ځایي سرچینې وایي، یاد ماشوم چې د اتم ټولګي زدهکوونکی و، د پېښې له رامنځته کېدو شاوخوا یو ساعت مخکې یې خپل درسونه تکرار کړي، لیک یې لیکلی او ویده شوی و، خو د شپې ناوخته د پاکستاني ځواکونو د بمبارۍ له امله یې کور په نښه شو او نوموړی پکې شهید شو. د هغه یو ورور ټپي شوی، مور او پلار یې هم د برید له امله ژوبل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وایي، یادې کورنۍ ډېر بېوزله ولسي وګړي دي. د ماشوم پلار د یوې کوچنۍ موټر له لارې د خپلو اولادونو لپاره د رزق ګټلو هڅه کوله. د پېښې پر مهال مور لا له دې خبرې ناخبره وه، چې زوی یې شهید شوی او د ګاونډي په کور کې د غم په حالت کې ناسته وه، په داسې حال کې چې د ماشوم جسد له سیمې پټ ساتل شوی و.
امنیتي سرچینو ویلي، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
د سیمې خلک او عیني شاهدان دا برید د ملکي وګړو پر ضد ښکاره جنایت بولي او وایي چې د پاکستان پوځي رژیم، چې د خپلو کړنو د توجیه توان یې له لاسه ورکړی، اوس په قصدي ډول ولسي کورونه په نښه کوي. د دوی په وینا، دا ډول بریدونه به بېځوابه پاتې نه شي او حساب به حتمي وي.
