د کونړ د غازياباد ولسوالۍ د هیلګل درې اوسېدونکي د سیمې د اصلي سړک له خراب وضعیت شکایت کوي او وايي، د لارې خرابوالي یې د خلکو ورځنی ژوند او تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی دی.
دوی وايي، د سړک ډېره برخه پخوا د سیمې خلکو په شخصي هڅو جوړه کړې وه، خو اوس د وخت په تېرېدو بېرته ویجاړه شوې او د بیا رغولو وس یې نه لري.
هیلګل دره د غازياباد ولسوالۍ له مرکز څخه شاوخوا ۷۵ کیلومتره لرې پرته ده او د اوسېدونکو په وینا، په سیمه کې زرګونه کسان ژوند کوي.
بلخوا، د کونړ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، د ولایت په ګڼو لرو پرتو سیمو کې یې سړکونه جوړ کړي او د پاتې سیمو لپاره یې له مرستندویه موسسو سره خبرې کړې دي.
د هیلګل درې اوسېدونکي له مسوولینو غواړي چې د سیمې د سړک د بیارغونې لپاره عملي اقدام وکړي.
