Home افغانستان د کونړ غازي‌اباد کې د هیلګل درې اوسېدونکي د سړک له خرابوالي شکایت کوي
افغانستان

د کونړ غازي‌اباد کې د هیلګل درې اوسېدونکي د سړک له خرابوالي شکایت کوي

د کونړ د غازي‌اباد ولسوالۍ د هیلګل درې اوسېدونکي د سیمې د اصلي سړک له خراب وضعیت شکایت کوي او وايي، د لارې خرابوالي یې د خلکو ورځنی ژوند او تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی دی.

دوی وايي، د سړک ډېره برخه پخوا د سیمې خلکو په شخصي هڅو جوړه کړې وه، خو اوس د وخت په تېرېدو بېرته ویجاړه شوې او د بیا رغولو وس یې نه لري.

هیلګل دره د غازي‌اباد ولسوالۍ له مرکز څخه شاوخوا ۷۵ کیلومتره لرې پرته ده او د اوسېدونکو په وینا، په سیمه کې زرګونه کسان ژوند کوي.

بلخوا، د کونړ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، د ولایت په ګڼو لرو پرتو سیمو کې یې سړکونه جوړ کړي او د پاتې سیمو لپاره یې له مرستندویه موسسو سره خبرې کړې دي.

د هیلګل درې اوسېدونکي له مسوولینو غواړي چې د سیمې د سړک د بیارغونې لپاره عملي اقدام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version