راپورونه وايي، دوه افغان خبریالان، عابد مومند او ابراهیم امیري، په پېښور ښار کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او تر دې دمه یې د برخلیک او اوسني ځای په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
د معلوماتو له مخې، دواړه خبریالان د بېسرحده خبریالانو سازمان (RSF) له ملاتړ څخه هم برخمن وو.
د دوی د نیول کېدو څرنګوالی، د نیولو قانوني دلیل او دا چې اوس په کوم ځای کې ساتل کېږي، لا نه دي روښانه شوي.
د دغو دوو خبریالانو ملګرو او د رسنیو د برخې فعالانو په وینا، اړوندې ادارې باید د موضوع د روښانتیا لپاره جدي اقدام وکړي او د دواړو خبریالانو د موندلو او خوندي خوشې کېدو په برخه کې هڅې وکړي.
د ٢٠٢١ کال د اګست ١٥مې وروسته ګڼ شمېر افغان خبریالان اروپایي او نورو هېوادونو ته د تګ په موخه په درېیمو هېوادونو په خاص ډول پاکستان او ایران کې مېشت شوي دي، چې وخت ناوخت د دوی د نیولو او ورته نورو ستونزو سره د مخ کېدو خبرونه ورکول کېږي.
