د پېښور ورسک سیمې څخه یو شمېر افغان کډوالو د رڼا تلویزیون سره د امنیتي ځواکونو له لوري د نیونو او بې درکه کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
یو افغان کډوال چې د رڼا سره یې اړیکه نیولې وه، ادعا کوي، چې په وروستیو ورځو کې پاکستاني پوځ او پولیسو د افغان مهاجرو پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي دي. د هغه په وینا، داسې کسان نیول کېږي، چې قانوني اسناد لري او د کلونو راهیسې په یاده سیمه کې مېشت دي.
سرچینه زیاتوي، نیول شوي کسان په داسې ځایونو ته لېږدول کېږي، چې د برخلیک په اړه یې کورنۍ هېڅ معلومات نه لري. نوموړی اندېښنه ښيي، چې ښايي ځینې نیول شوي کسان په جبري ډول د بېلابېلو تورونو سره وتړل شي او یا هم له فشار لاندې اعتراف ته اړ کړل شي.
یاد کډوال وایي، یوازې پرون د همدې کډوالۍ له یوې سیمې شپږ تنه افغانان نیول شوي دي.
تر اوسه د پاکستاني چارواکو له لوري په دې اړه رسمي دریځ نه دی څرګند شوی.
د سیمې افغان کډوال له نړۍوالو بنسټونو او د بشري حقونو له ادارو غواړي، چې د دوی وضعیت وڅېړي او د احتمالي سرغړونو مخه ونیسي.
