Home افغانستان حمدالله فطرت: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۱۱۰ ملکي وګړي شهیدان شوي
افغانستان

حمدالله فطرت: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۱۱۰ ملکي وګړي شهیدان شوي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت وایي، چې د پاکستان د پوځي رژیم په وروستیو هوايي بریدونو کې ۱۱۰ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۲۳ نور ټپیان دي، چې ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.

فطرت په کابل کې د خبري کنفرانس پر مهال وویل، په دغو بریدونو کې ۳۷ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۳۱۶ نور کورونه، ۱۹ جوماتونه، ۱۲ دوکانونه، یو کلینیک او یوه مدرسه نیمه ویجاړ شوي دي. د هغه په وینا، د یادو بریدونو له امله ۸۴۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو بې‌ځایه شوې دي.

هغه ټینګار وکړ، چې طالبان د جګړې پلوي نه دي او زیاته یې کړه، چې «تجاوز پاکستان کړی دی». نوموړي خبرداری ورکړ، که پاکستان پر افغان خاوره خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، نو طالبان به په کابل کې د پاکستان سفارت فعالیتونه ودروي او سفارت به وتړي.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت ویاند، عنایت‌الله خوارزمي، د «ردالظلم» په نوم د پیل شویو عملیاتو په اړه وویل، چې طالبان د خپل هېواد د دفاع بشپړ توان لري. د نوموړي په وینا، د عملیاتو له پیله تر اوسه د مقابل لوري ۱۵۰ عسکر وژل شوي او له ۲۰۰ څخه زیات نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه، چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرښې په اوږدو کې ترسره شویو تعرضي عملیاتو کې څلور تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د ده په وینا، په همدې موده کې ۱۳ پوستې هم نیول شوې او ویجاړې شوې دي.

د طالبانو دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې د پاکستان درې بې‌پیلوټه الوتکې او دوه کشفي ډرون الوتکې هم له منځه وړل شوې دي.
تر دې دمه د پاکستان حکومت په رسمي ډول د طالبانو حکومت د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version