Home افغانستان د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري ۷۴ سلنه کمه شوې
افغانستان سوداګري

د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري ۷۴ سلنه کمه شوې

د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري په ۲۰۲۵-۲۰۲۶ مالي کال کې د لارو د تړل کېدو او سیاسي ترینګلتیاوو له امله ۷۴ سلنه کمه شوې ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د رسمي سوداګریزو شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت له ۱.۳ میلیارد ډالرو څخه ۳۵۸ میلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.

د راپور له مخې، د تورخم، خرلاڅۍ، غلام خان، انګور اډې او چمن په ګډون د مهمو لارو تړل کېدو یا محدودیتونو پر سوداګرو، ټرانسپورټي شرکتونو او د فرضي کرښې اړوند سیمو پر اوسېدونکو منفي اغېز کړی دی.

راپور زیاتوي، د افغانستان ټرانزیټي سوداګري هم په پام وړ ډول کمه شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اختلال د پاکستان د درملو او کرنیزو محصولاتو پر صنعت هم مالي زیانونه اړولي دي.

د سوداګرۍ دغه کموالی په داسې حال کې رامنځته شوی، چې د پاکستان او طالبانو د حکومت ترمنځ د امنیتي مسایلو پر سر ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version