Home نړۍ خیبر پښتونخوا کې وکیلان د والي د واکمنۍ پر ضد سبا د کار نه کولو اعتصاب کوي
نړۍ

خیبر پښتونخوا کې وکیلان د والي د واکمنۍ پر ضد سبا د کار نه کولو اعتصاب کوي

د خیبر پښتونخوا د وکیلانو شورا پرېکړه کړې، چې د والي د واکمنۍ او بېړني حالت د لګولو پر ضد به د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۹مه) په محکمو کې کار نه کوي.

شورا ویلي، د دغه اقدام پر ضد به په پېښور عالي محکمه او نورو محکمو کې قانوني قضیې ثبت کړي. د دې لپاره یې یوه ځانګړې کمېټه هم جوړه کړې، چې د اکتوبر تر ۲۰مې قانوني مسوده چمتو کړي.

د وکیلانو شورا له عدلي بنسټونو غوښتي، چې د ایالت وضعیت ته بېړنۍ پاملرنه وکړي او له امنیتي ادارو یې غوښتنه کړې، چې د عملیاتو پر مهال له غیرقانوني چاپو او ملکي وګړو ته له زیان رسولو ډډه وکړي.

د پېښور عالي محکمې وکیلانو تر دې مخکې هم د والي د واکمنۍ او بېړني حالت پر ضد لاریون کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version