Home افغانستان طالبانو کندهار کې یو شمېر تفریحي سیمو ته په ورتګ بندیز لګولی
افغانستان

طالبانو کندهار کې یو شمېر تفریحي سیمو ته په ورتګ بندیز لګولی

د طالبانو حکومت د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی، چې د دغه ولایت په سپین‌بولدک، تخته‌پل، ډنډ، پنجوایي او میوند ولسوالیو کې د شګو تفریحي سیمو ته د خلکو پر ورتګ بندیز لګېدلی دی.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، له دغو سیمو څخه د جنايي پېښو، شخړو، بد اخلاقۍ او غیرشرعي کړنو په اړه د خلکو د پرله‌پسې شکایتونو له امله دغه پرېکړه شوې ده.

په ورته وخت کې، د هېواد په بېلابېلو تفریحي سیمو کې وخت ناوخت د شخړو او نورو ناوړه پېښو راپورونه ورکړل شوي، چې ځینې یې د مرګ‌ژوبلې لامل هم شوې دي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له لوري په یو شمېر تفریحي ځایونو کې پر سیلانیانو محدودیتونه لګولي دي. د دغو محدودیتونو له امله د خلکو د تفریح او ګرځندوی پر فعالیتونو د اغېزو په اړه هم پوښتنې راپورته کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version