Home افغانستان د لارو تړل کېدو له امله د پاکستان په بازارونو کې مېوې په خرابېدو دي
افغانستان سوداګري

د لارو تړل کېدو له امله د پاکستان په بازارونو کې مېوې په خرابېدو دي

سرچینې رڼا ته وایي، د دوه میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټولو لارو تړل کېدو سره؛ اوس مهال په پاکستان کې د تازه مېوو موسم رارسېدلی، چې له امله یې د یاد هېواد په بازارونو کې مېوې په خرابېدو دي.

 

پاکستاني سوداګر د یاد هېواد حکومت څخه غوښتنه کوي، ترڅو په خپلو پالیسیو کې بدلون راولي او د افغانستان سره د هر ډول لارو خلاصون لپاره د  خبرو مېز ته کیني.

په ورته مهال نیویارک ټایمز یو راپور ورکړی او پکې راغلي دي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ دوامداره ځنډ او خنډ د دواړو هېوادونو پر میلیونونو کروندګرو، سوداګرو او عامو خلکو ژور منفي اغېز کړی دی.

په راپور کې ویلي شوي، افغان سوداګر د شړلو له وېرې له پاکستاني بانکونو پانګې باسي.

نیویارک ټایمز وایي، چې په ۲۰۲۴کال کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ارزښت ۱۳۲.۲۶میلیارده افغانۍ و.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د تازه مېوو موسم په ختمېدو سره هېوادوال له چارواکو غوښتنه کوي، چې د پاکستان سره دې تر هغې دروازې وتړي، ترڅو یو تضمین یې نه وي ورکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version