Home نړۍ نن د ډیسمبر  ١١ مه د غرونو نړۍ واله ورځې په توګه نماځل کیږي
نړۍ

نن د ډیسمبر  ١١ مه د غرونو نړۍ واله ورځې په توګه نماځل کیږي

ملګري ملتونه وایي، چې غرونه د ځمکې له ۲۵ سلنه ډېره وچه برخه نیولې او له یو مېلیارد زیات خلک پکې ژوند کوي. د ملګرو ملتونو له قوله، غرونه د خوړو مهمې سرچینې دي او د نړۍ د تازه اوبو لویه برخه هم له دغو سیمو څخه برابریږي.

ملګري ملتونه خبرتیا ورکوي، چې د اقلیم بدلون، تودوخې زیاتوالی او د طبیعي زیرمو بې‌روایه کارول د غرنیو ایکو سیستمونو لپاره جدي ګواښونه رامنځته کړي دي. یاد سازمان ټینګار کوي، چې د غرونو ساتنه بېړنۍ او نړۍ والو هڅو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو په وینا، د نړۍ د غرونو نړۍ واله ورځ د دې لپاره لمانځل کېږي چې د غرونو د ارزښت په اړه د خلکو پوهاوی لوړ کړي او د دغو حیاتي سیمو د ساتنې اهمیت روښانه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version