Home افغانستان اوچا له نړۍ والې ټولنې غوښتي، چې د ختیځ زلزله ځپلو سره دې مرستې وکړي.
افغانستان

اوچا له نړۍ والې ټولنې غوښتي، چې د ختیځ زلزله ځپلو سره دې مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل یو تازه راپور کې ویلي، د نومبر تر ۱۶مې پورې په کونړ، لغمان او نورستان کې د زلزلو له امله ۳۲۴ زره کسانو ته بشري مرستې رسېدلې دي.

اوچا زیاته کړې، چې د افغانستان په ختیځ کې ۴۹۹ زره کسان اغېزمن شوي، چې له دې ډلې ۲۲۱ زره عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا په وینا، د اغېزمنو خلکو د مرستو لپاره ټولټال ۱۱۱ میلیونه ډالره پکار دي، خو تر اوسه یوازې ۳۸ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.

اوچا د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې، چې د ژغورنې او عاجلو مرستو لپاره مالي ملاتړ زیات کړي.

‏د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل یو تازه راپور کې ویلي، د نومبر تر ۱۶مې پورې په کونړ، لغمان او نورستان کې د زلزلو له امله زیانمنو ۳۲۴ زره کسانو ته بشري مرستې رسېدلې دي.

اوچا زیاته کړې، چې د افغانستان په ختیځ کې ۴۹۹ زره کسان اغېزمن شوي، چې له دې ډلې ۲۲۱ زره عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا په وینا، د اغېزمنو خلکو د مرستو لپاره ټولټال ۱۱۱ میلیونه ډالره پکار دي، خو تر اوسه یوازې ۳۸ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.

اوچا د نړۍ والې ټولنې څخه غوښتنه کړې، چې د ژغورنې او عاجلو مرستو لپاره مالي ملاتړ زیات کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version