Home نړۍ د پاکستان څارګرې ادارې پخوانی مشر جنرال فیض حمید په ۱۴ کلونو بند محکوم شو
نړۍ

د پاکستان څارګرې ادارې پخوانی مشر جنرال فیض حمید په ۱۴ کلونو بند محکوم شو

د پاکستان د استخباراتو ادارې (آی‌اېس‌اې) پخوانی مشر جنرال فیض حمید د یوې پوځي محکمې له لوري په ۱۴ کلونو بند محکوم شوی دی.

د پاکستاني چارواکو په خبره، دا پرېکړه د نږدې ۱۵ میاشتو اوږدې محاکمې وروسته اعلان شوه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې په وینا، په جنرال فیض حمید ثابت شوي، چې هغه د تقاعد وروسته په غیر قانوني ډول سیاسي فعالیتونه کول، د منصب ناوړه استفاده یې کړې او د واک له ټاکلي حده یې تېری کړی، د اساسي قانون او د پوځ د داخلي اصولو خلاف ورزي یې کړې ده او همدارنګه یې د قانوني چوکاټ څخه بهر د ترسره شویو کړنو له امله عامه خلکو او دولتي شتمنیو ته زیان اړولی دی.

پوځي چارواکي وايي، چې د محاکمې پر مهال پراخ اسناد او شواهد وړاندې شول او محکمې په ټولو تورونو کې نوموړی مجرم وباله.

د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا پرېکړه د پوځ د داخلي نظم، حساب‌ ورکونې او قانوني توازن د ساتلو په هدف د یوې شفافې او منظمې پروسې له لارې شوې ده.

کارپوهان وایي، د جنرال فیض حمید پر وړاندې دا محاکمه له بې سارې قضیو څخه ګڼل کېږي، چې پکې یو پخوانی لوړپوړی پوځي چارواکی په دومره درنو تورونو محکومېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version