Home افغانستان پاکستان د افغان علماو فتوا بې ګټې بولي.
افغانستان سیاست

پاکستان د افغان علماو فتوا بې ګټې بولي.

پاکستان د افغان علماو هغه فتوا بې ګټې بولي، کومه چې افغان خاوره او وګړي د بل چا پر وړاندې له کارېدلو منع کوي.
د کابل اسلام اباد تر منځ د کړکېچ په لړ کې پاکستاني پوځ په ځلونو پر افغان خاوره او بېګناه وګړو بمبارۍ وکړې او په سلګونو ملګي وګړي ان ښځې او ماشومان یې شهیدان کړل.
د رامنځته شویو ترینګلتیاو د حل په موخه لږ تر لږه درې ځلې د دوحې، استانبول او ریاض په کوربه توب مذاکرات .ترسره شول
چې پرته له یو نیم بنده اوربند څخه یې بله هېڅ ګټه نه درلوده او ان همدا اوربند هم پاکستاني پوځ درې ځلې مات کړ.
د مذاکراتو د بې پایلې کېدو ستر لامل د پاکستاني پلاوي غیر واقعي غوښتنې ګڼل کېدې
د مذاکراتو یو لوړپوړي ګډونوال رڼا ته وویل ځینې مهال دا مجالس تر ۱۵ ساعتونو هم غځېدل
خو دا اوږده مباحث ځکه بې ګټې ول چې پاکستاني پلاوي پرته له قید او شرط څخه د خپل امنیت بشپړ تضمین له کابل څخه غوښت
ددې غوښتنو بنیادي محور دا و چې افغانستان دې د پاکستان پر وړاندې د ټي ټي پي جګړه په شرعي فتوا او نصوصو قطعا حرام وبولي
طالبانو په دوامداره توګه داسې غوښتنې غیر معقولې بللې او پاکستان یې د ښه نیت په نه لرلو تورنوه
بلاخره ظاهرا د منځګړو هیوادونو په دوامداره ټینګار کابل کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه علما راغونډ شول او هغه دريځ یې بیا تاید کړ، چې افغان وګړو ته شرعاً جواز نه لري، پاکستان یا بل هیواد ته د جګړې لپاره ولاړ شي او افغان خاوره هم باید د هیچا پر وړاندې و نه کاريږي
د علماو دې پرېکړې د عامو افغانانو تند غبرګون راوپاروه ، دوی نیوکه کوله چې افغان علماو ته اړتیا نه شته د پاکستان پر وړاندې د جګړې کمښت ته دیني نصوص وسیله کړي، ددوی په باور پاکستان تل د جعلي فتواو مرکز و او په کار وه چې دا فتوا هم دوی خپله له جي اېچ کیو ورکړې وی
خو د علماو استدلال دا و چې دا دريځ یوازې د پاکستان هغه متواتر شرارت ته ځواب دی چې کوښښ یې کولو د خپلې ناامنۍ پړه پر افغانانو واچوي.
په هر حال ددې ټولو سربېره تمه کېده چې پاکستاني چارواکي ددې دريځ پراخ هرکلی وکړي او نور د اتهاماتو دا فضا پای ته ورسوي
خو د تل په څېر پاکستان لا هم قانع نه دی او د پلمو په لټه کې دی
تازه نن د جمعې په ورځ د یاد هیواد لومړی وزیر شهباز شریف د “سولې او باور” تر سرلیک لاندې د سیمې د ګڼو هیوادونو د مشرانو په ناسته کې په ځلونو، افغانستان د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ او له نړۍ یې وغوښتل د افغانستان پر واکمنو فشار راوړي تر څو د پاکستان له ناامنه کولو او د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي.
همدارنګه پوځ هم له پرون راهیسې د کابل وروستی دريځ بې ګټې بللی او د عملي ګامونو د پورته کولو غوښتنه یې کړې
شنونکي وايي؛ له دې څخه جوته شوه چې پاکستان د پلمو په لټه کې دی او غواړي اور بل پاتې شي، او ان ددې احتمال هم شته چې بیا د دواړو هیوادونو تر منځ کړکېچ زور واخلي
ددوی په باور دا ځل به د پاکستان ملامتیا له پخوا لا زیاته نړۍ ته څرګنده شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version