د طالبانو حکومت دفاع وزارت وایي، چې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان د ملي حریم د نقض په دوام، یو ځل بیا د هېواد په ختیځ کې پر ملکي سیمو هوايي بریدونه شوي دي.
د وزارت د خپرې شوې اعلامیې له مخې، پاکستاني پوځي رژیم د ننگرهار او پکتیکا ولایتونو په یو شمېر ملکي سیمو کې، چې پکې یوه دیني مدرسه او ګڼ ملکي کورونه شامل دي، هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د دغو بریدونو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه بېګناه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.
د طالبانو دفاع وزارت د افغانستان د ملي حریم دغه ښکاره نقض او جنایت په کلکو ټکو غندلی او دا یې د نړۍوالو قوانینو، د ګاونډیتوب د اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه بللې ده.
اعلامیه زیاتوي، چې د هېواد د حریم ساتنه او د ولس د امنیت تأمین د ملي دفاع وزارت شرعي او ملي مسؤولیت دی او ټینګار کوي، چې په مناسب وخت کې به د دغو تېریو پر وړاندې مناسب او حساب شوی ځواب ورکړل شي.
د طالبانو دفاع وزارت په وینا، پر ملکي اهدافو او دیني مراکزو بریدونه د پاکستاني پوځ د استخباراتي او امنیتي ناکامۍ څرګند ثبوت دی او دغه ډول تکراري تجاوزونه به هېڅکله د دوی داخلي ستونزې او ناکامۍ پټې نه کړي.
