Home افغانستان ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي د پاکستان د بریدونو د درولو غوښتنه وکړه
افغانستان

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي د پاکستان د بریدونو د درولو غوښتنه وکړه


ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي په رسمي ډول له امنیت شورا غوښتي، چې د پاکستان د سرغړونو مخه ونیسي. دا غوښتنه وروسته له هغه شوې، چې د پاکستاني جنګي الوتکو د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې بمبارونه ترسره کړل.
د طالبانو حکومت د رسمي سرچینو د معلوماتو له مخې په دې بریدونو کې له ۲۰ ډېر ملکي وګړي شهیدان شوي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستاني پوځ رژیم په یادو بریدونو کې ټول عام وګړي په نښه شوي دي، چې اکثریت یې ماشومان دي.

د طالبانو د پوهنې وزرات ویلي، چې د ننګرهار په بهسودو کې پر یو کور برید کې یې یو شمېر زده کوونکي وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version