Home افغانستان د بشري حقونو نړۍ وال بنسټ په بهسودو کې د پاکستان بریدونه عندلي دي
افغانستان

د بشري حقونو نړۍ وال بنسټ په بهسودو کې د پاکستان بریدونه عندلي دي

د بشري حقونو نړۍوال بنسټ (IHRF) په بهسود ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځي رژیم هوایي بریدونو باندې سخت غبرګون ښودلی دی.

د بشري حقونو نړۍوال بنسټ وایي، چې د محلي سرچینو د تائید له مخې، یو پاکستانی پوځي برید د یوې ملکي کورنۍ پر کور ترسره شوی، چې لږ تر لږه ۱۶ غړي یې وژل شوي، چې پکې ماشومان، ښځې او سپینږیري شامل دي.

د یاد بنسټ په وینا، په دغه کسانو کې د ۱ کلن ماشوم څخه تر ۸۰ کلنۍ پورې عمر لرونکي عام وګړي شامل دي.

دغه بنسټ وایي، چې د ملکي خلکو په نښه کول د نړۍوالو بشري حقوقو جدي سرغړونه ده، چې د یوې کورنۍ ټول غړي وژل کیږي.

بنسټ زیاتوي، چې په خوب د ویدو ماشومانو وژل هېڅ توجیه نه لري.

د بشري حقونو نړۍوال بنسټ د یاد هوایي برید د سمدستي، خپلواک او شفافې نړۍوالې څېړنې ترسره کولو غوښتنه کړې ده او د برید د امر ورکونکو او اجرائیه کسانو پر حساب ورکولو یې ټینګار کړی دی.

بنسټ ټینګار کوي، چې موږ د افغانستان د خلکو سره ولاړ یو او د ملکي خلکو ژوند او حقوقه باید خوندي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version