Home سیاست د بښنې نړۍ وال سازمان د جنوبي اسیا دفتر: علي وزیر دې ژر تر ژره خوشی شئ
سیاست

د بښنې نړۍ وال سازمان د جنوبي اسیا دفتر: علي وزیر دې ژر تر ژره خوشی شئ

د بښنې نړۍ وال سازمان د جنوبي اسیا دفتر له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې پښتون سیاستوال او د بشري حقونو فعال علي وزیر دې سمدستي له بند څخه خوشی کړي او د هغه پر ضد د روانو قضیو د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.

دغه سازمان وایي، چې علي وزیر شاوخوا ۲۰ میاشتې د “ناحقه بندي کېدو، پرله‌پسې قضیو او بیا ځلې نیونو” په کړۍ کې بند پاتې شوی، چې هدف یې یوازې د هغه په زندان کې ساتل دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۶مه یوې محکمې د هغه د خوشې کېدو امر کړی و، خو نوموړی یوازې څو ساعته وروسته بیا ونیول شو. له هغې وروسته پر هغه درې نورې نوې قضیې هم ثبت شوې دي چې د بند موده یې نوره هم غځوي.

د بښنې نړۍ وال سازمان زیاتوي، چې علي وزیر دا اوونۍ د دادو زندان کې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی، ځکه چې هغه ته د شکر ناروغۍ، لوړ فشار او د زړه د ستونزې سره سره بیړنۍ طبي پاملرنه نه ورکول کېږي.

دغه سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې د علي وزیر روغتیا ته جدي پاملرنه وکړي او د هغه د “بې‌ځایه او سیاسي بندي کېدو” د پای ته رسولو لپاره عاجل اقدام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version